CRI Online

شی جين پينګ او ډونالډ ټرمپ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 16:22:18

پر ځايی وخت د مارچ په شپږمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا په فلوريډا ايالت کې د مارالاګو په پارک کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل. دواړو مشرانو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو تاريخي لاسته راوړنې وستايلې او موافقه يې وکړه چې په نوي پيل کې به دغو اړيکو ته زياته وده ورکړي ترڅو د دواړو هېوادونو او نړۍ خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.

شي جينګ پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې له يوې مودې راهيسې له ولسمشر صاحب سره مې نژدې تماس نيولی او څو څو ځلې مو تليفوني خبرې کړې او يوبل ته مو پيغامونه ليږلي وو. ستاسو په بلنه امريکا ته په روان سفر ډېرخوشاله يم او غواړم چې له تاسو سره د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظرونو تبادله وکړم. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين او امريکا ترمنځ ښې اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو او خلکو بلکې د نړۍ لپاره هم ګټورې دي. که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د عادي کيدو له ۴۵ کلونو راهيسې له ډېرو ستونزو څخه وتلې دي، خو لاهم تاريخي لاسته راړنې لری او خلکو ته يې ډېرې واقعي ګټې رسولې دي. په راتلونکو ۴۵ کلونو کې به دغه اړيکې څنګه پر مخ روانې شي؟ دا زمونږ فکرونو او سياسي پرېکړو ته اړتيا لري. زه غواړم له ولسمشر صاحب سره په نوي پيل کې د دغو اړيکو د زياتې ودې لپاره هڅې وکړم.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې همکارۍ د چين او امريکا يوازينی انتخاب دی،په روان کال کې چين ته د ولسمشر صاحب د سفر هرکلی کوم.دواړه خواوې به په ښه توګه د ډيپلوماتيک امنيت خبرو، د هراړخيزو اقتصادي خبرو، د قوانينو تطبيق او نوري فايبر امنيت خبرو او ټولنيزو او کلتوري خبرو په شمول  څلور ميکانيزمونه وکاروو، خپلمنځي همکارۍ به پراخې کړو، د دوه اړخيزې پانګونې خبرې اترې به پر مخ يو سو، په ښه توګه به حساسي مسئلې حل کړو او توپيرونه به کنترول کړو. دغه راز د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په برخه کې به خپلمنځي همغږي پياوړې کړو او د تودو مسئلو د حل په موخه به ګډې هڅې وکړو، د اټومي وسلو د خپرېدو او د بهرنيو جرمونو د مخنيوي په شمول نړيوالو ننګونو د مقابلې په برخه کې به همکارۍ زياتې کړو، د م م، د شلو هېوادونو ډلې او نورو يو شمير څو اړخيزو ميکانيزمونو په چوکاټ کې به همغږي پياوړې کړو او په ګډه سره به د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا ساتنه وکړو.

ټرمپ وويل، امريکا او چين د نړۍ د دوو لويو هېوادونو په توګه ډېر مسئوليت پر غاړه لري، دواړه خواوې به د مهمو مسئلو په اړه تماس او همغږي وساتو. هيله لرم چې له رئيس شي جين پينګ سره کاري اړيکې ټينګې کړم او په ګډه سره د امريکا او چين ترمنځ اړيکو ته وده ورکړو.( زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای