CRI Online

شي جين پينګ او د هغه ميرمنې پنګ لي يوان د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د ميرمنې ميلانيا ټرمپ د هرکلي په ماښامنۍ ميلماستيا کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 16:23:45

د سين هوااژانس د خبر له مخې: پر ځايي وخت د اپريل په ٦مه نېټه ماښام د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده ميرمن پنګ لي يوان د امريکا د فلوريډا ايالت په مارالاګو کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه ميرمنې ميلانيا ټرمپ د هرکلي په ماښامنۍ ميلماستيا کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ او ټرمپ دواړو په ميلمستيا کې ويناوې وکړې. رئيس شي جين پينګ وويل ما له ولسمشر ټرمپ سره ښې خبرې اترې وکړې او د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د پرمختګ په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړې. موږ غواړو چې يو د بل د درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ د سوداګرۍ او پانګونې، د ديپلوماتيک امنيت، د انټرنيټي چارو د قانوني ادارې او کولتور په ساحو کې واقعی همکارۍ وکړو او په رغنډه توګه توپيرونه او حساسي مسئلې حل کړو چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

ټرمپ وويل د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ چين د پرمختګ زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي چې په نړۍ کې د احترام وړ دی. ما له رئيس شي جين پينګ سره په لومړې کتنه کې ښې خبرې اترې وکړې او د زياتو مسئلو په هکله مو د نظريو تبادله وکړه او ښه دوستي مو جوړه کړه. زه هېله لرم چې له رئيس شي جين پينګ سره همکارۍ وکړم او هېله ده چې سبا به زموږ د ګډو علاقو وړ مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړو.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای