CRI Online

شينجيانګ د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د مالونو لېږد رالېږد په چارو کې د پيل برخې د جوړولو لپاره کوښښ کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 16:24:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د اسيا او اروپا د لويو وچو پل د مالونو د لېږد رالېږد د نړيوال شرکت مشر ليو چانګ لين د اپريل په ٦مه نېټه له اروموچي څخه منځنۍ اسيا او اروپا په لور د مالونو لېږد رالېږد راغونډونکي مرکز د مختلفو هېوادونو تر منځ د مالونو د لېږلو اغيزې ډېرې لوړې کړې دي.

ليو چانګ لين په همدې ورځ وويل زموږ د اورګاډو په وسيله د شان دونګ ولايت له ده جو ښار څخه الماتا ته د رسيدو وخت يوازې شپږ نيمو ورځو ته اړتيا لري او پخوا شپاړس او اوولس ورځې وې، پخوا د چين په سترهبرخهکې له بندرونو څخه د کاسپين شاو خوا د ايران او ترکيې په شمول هېوادونو ته د رسيدو لپاره د سمندر په وسيله پنځوسو ورځو ته اړتيا وهاوس زموږ له مرکز څخه،يوازې لسو ورځو ته اړتيا لري.

د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې په ستراتيژۍکې له ختيځ څخه لويديځ ته يوې مهمې پروژې په توګه به دغه مرکز د شينجيانګ هڅونه وکړي چې د مالونو د لېږد رالېږد د پيل برخه وګرځي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای