ااژانس د خبر له مخې: د سوريې د حمس ايالت مشر دفتر د اپريل په ٧مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې امريکا د همدې ورځې په سهار پر سوري پوځ بريد وکړ چې له امله يې د سوريې پنځه سرتيري وژل شوي او ٦تنه نور ټپيان شوي دي.
د حمس ايالت مشر تالال بارازي وويل د امريکا د پوځي بريد له امله هغه پوځي اډه په مکمله توګه ويجاړه شوې چې د حمس په ختيځ کې يې د داعش په مقابل کې حکومتي پوځ ته مهم ملاتړ تر سره کاوه.
د امريکا د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي د مديتراني سمندر په ختيځ کې د امريکايي پوځ دوو بيړيو په حمس کې د شايرات پر پوځي هوايي ډګر ٥٩ ګرځيدونکی توغندی توغولي دي. اعلاميه وايي چې د سوريې پوځ مخکې له دغه هوايي ډګر څخه د کيمياوي وسلو له لارې يو بريد تر سره کړ او د امريکايي پوځ موخه له دغه بريد څخه د سوريې حکومت لخوا د کيمياوي وسلو د بيا استفادې مخنيوي و.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |