CRI Online

چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د سوريې مسئلې د سياسي حل و فصل ساتنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 17:13:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ٧مه نېټه د سوريې د هوايي پوځ پر اډې د امريکايي پوځ د بريد په هکله غبرګون وښود. هغې وويل اوس دا تر ټولو بيړنۍ ده چې د حالاتو د نورې ترينګلتيا مخه ونيول شي او د سوريې مسئلې د سياسي حل و فصل بهير وساتل شي.

د خبر له مخې څرنګه چې امريکايي پوځ دا پيژني چې د سوريې حکومت مخکې د حمس ښار د هوايي پوځ له اډې څخه د کيمياوي وسلو له لارې بريد تر سره کړ، نو د دغې اډې په شمول د سوريې پر موخو يې ٥٩ ګرځيدونکي توغندي توغولي دي. وياندې هوا چون ينګ وويل چين له هر هېواد، سازمان او شخص سره مخلفات کوي چې په هر حال کې د هرې موخې لپاره کيمياوي وسلې کاروي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای