CRI Online

شينجيانګ له اروموچي څخه لويديځې اروپا او د سچينګين هېوادونو ته د مستقيمې الوتنې لين د جوړولو کارونه تر سره کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 19:49:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د ملکي هوانوردۍ په اړه د شينجيانګ د ادارې رياست کارکوونکي جانګ تينګ ياو د اپريل په ٥مه نېټه وويل اوس شينجيانګ له اروموچي څخه اروپا او د شېن ګينهېوادونو ته د مستقيمې الوتنې لين د جوړولو کارونه په بيړنۍ توګه تر سره کوي.

جانګ تينګ ياو وويل ٢٠١٦ کال د چين د نړيوالې الوتنې شرکت او د جنوب الوتنې شرکت په جلا جلا توګه د ملکي الوتنې ادارې ته له اروموچي څخه روم او ويانا ته د الوتنې لينونو د پرانيستلو غوښتنې وړاندې کړې چې دواړې منظورې شوې. هغه وويل اوس اړوند هوايي شرکت بازار ته د تبليغاتو او د چمتوالي کارونه تر سره کوي او باور يې څرګند کړ چې د ملکي هوانوردۍ ادارې او د شينجيانګ د حکومت تر ګډو کوښښونو لاندې به دغه لينونه په روان کال کې په کار ولوېږي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای