د ايران د دولتي خبري اژانس د خبر له مخې: د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د اپريل په ٧مه نېټه د امريکا حکومت د هغه عمل سخته غندنه وکړه چې په سوريه کې يې د شايرات پر هوايي ډګر د توغنديو په وسيله بريد وکړ.
نوموړي وويل ايران په عصري تاريخ کې د کيمياوي وسلو له امله سخت ټپي هېواد دی او د کيمياوي وسلو له لارې د بريدونو سخته غندنه کوي، خو دا خطرناک او ويجاړونکی او د نړيوالو قوانينو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه کوي چې امريکا د کيمياوي وسلو په پلمه پر سوريې يو اړخيز بريدونه تر سره کړل. د امريکا دغه عمل به د سوريې حالاتو او د منځنې ختيځ حالات نور هم ترينګلي کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |