CRI Online

د شينجيانګ غښتلې تصدۍ په فعاله توګه د يوې اقتصادي کمربند او يو لارې په ابادۍ کې ګډون کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 19:51:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د باد په وسيله د بريښنا توليد چارو کې د شينجيانګ غښتلې تصدۍ د جينګ فنګ ساينس او تکنالوژۍ تصدۍ مشر يانګ شوی جون د اپريل په ٦مه نېټه وويل دغه شرکت به د نړيوال کېدو بهير پرمخبوزي.

هغه وويل نړيوال کېدل په ډېرو کلونو کې د دغه شرکت د پرمختګ ستراتيژۍ ده او اوس په څه دپاسه ٢٠ هېوادونو کې د باد په وسيله د بريښنا توليد ماشينونو د پلورلو چارې تر سره کوي او په راتلونکې کې به د نړيوال کېدو بهير ته دوام ورکړي. هغه وويل د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې په اوږدو کې ځينو هېوادونو کې د بريښنا د کموالي مسئلې شته او د باد په شمول د بيا استفادې وړ انرژيو په وسيله د بريښنا د توليد پروژو پټ توان زيات دی. اوس دغه شرکت په پاکستان، حبشي او جنوبي افريقا کې پروژې لري او په ايران، مصر او اسرائيلو کې هم د د بازارونو پراخوالي هڅوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای