د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا د دفاع وزارت د اپريل په ٦مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل امريکايي پوځ د همدې ورځې په ماښام د سوريې پر يوې پوځي هوايي ډګر لس ګونو توغندی توغولی چې مخکې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د کارولو پيښې ته يې غبرګون وښود.د امريکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل و چې امريکا پر سوري پوځ بريد وکړ.
په اعلاميه کې ويل شوي د ٦مې نيټې په ماښام ٨بجو او ٤٠ دقيقو د مديتراني سمندر په ختيځ کې د امريکايي پوځ دوو بيړيو د سوريې په منځ کې د حمس ايالت د شايرات پر پوځي ډګر ٥٩ توغندی توغولی دی. امريکا وايي چې د سوريې پوځ مخکې له دغه هوايي ډګر څخه د کيمياوي وسلو له لارې يو بريد تر سره کړ، نو په دغه هوايي ډګر کې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو په موخه يې دغه پوځي عمليات تر سره کړ.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په همدې ورځ وويل دغه پوځي عمليات د ده د حکم له مخې تر سره شوی چې د کيماوي وسلو د خپريدو په موخه و او د امريکا له امنيتي ګټو سره سون لري.
د سوريې پوځ د اپريل په ٧مه نېټه وويل امريکا دمعلوماتو د نه تر لاسه کولو مخکې د کيمياوي وسلو پيښې په پلمه پر سوريې پوځي بريد وکړ چې په سوريه کې ترهګريزو ډلو ته ناسمه نښه خپره کړه او امريکا د ترهګريزو ډلو په شان دی. د سوريې ملي ټلويزيون د خبر له مخې د امريکا دغه عمل له سوريې څخه تير کوونکی عمل دی
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي چې پر سوريې د امريکا دغه بريد د يوې پلمې په کارولو سره پر يو ملي حاميت لرونکي هېواد بريد دی
باړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |