CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ دوهمه رسمي کتنه تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-08 09:39:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اپريل په ۸مه نيټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا د فلوريدا ايالت په مارالاګو کې د امريکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره دوهه رسمي کتنه تر سره کړه. د دواړو هېوادونو مشرانو د چين او امريکا ترمنځ د مهمو واقعي همکاريو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه. دواړه خواوې دغه کتنه مثبته او بريالۍ ګڼي او له دې سره يې موافقه کړې چې په ګډو کوښښونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او د متقابل باور پر بنسټ دې خپلمنځي توپيرونه لېرې کړي.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ دغه کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ لپاره خورا ستر اهميت لري. ما له ولسمشر ټرمپ سره زياتې خبرې وکړې، خپلمنځی تفاهم او باور مو پياوړی کړی او ور سره مو زياتې موافقې تر لاسه کړې او ښې کاري اړيکې مو ټينګې کړې دي. دواړه خواوې بايد د خپل منځي اړيکو په ټينګښټ سره دوستانه همکاري ژورې کړي، دوه اړخيزو اړيکو ته دې پرمختګ ورکړي، دواړو هېوادونو او خلکو ته دې زياتې ګټې ورسوي او د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره دې خپلې وړې تاريخي دندې تر سره کړي.

ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه: زه او زما کاري ټيم بر دې ډېر وياړي چې دلته د رئيس شي جين پينګ او چيني پلاوي هرکلی کوو. ما له رئيس شي جين پينګ سره ښه کتنه وکړه او ځانګړې د دوستۍ اړيکې مو سره ټينګې کړې. دغه کتنه ډېره مهمه او له لاسته راوړنو څخه ډکه ده چې د امريکا او چين ترمنځ اړيکو ته يې پرمختګ ورکړی دی.

( سپوږمۍ)

 

 

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای