CRI Online

افغان امنيتي ځواکونو ۲۸ وسله وال وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-08 15:43:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د دفاع وزارت د اپرېل په ۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې افغان امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ مخالف وسله وال وژلي دي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې افغان ځواکونو،پوليسو او استخباراتي څانګې په ۱۳ ولايتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات تر سره کړي.په يادو ۲۸ وسله والو کې ۱۳ تنه طالبان او ۱۵ تنه د داعش غړي دي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په وروستيو ورځو کې امنيتي ځواکونو په سمنګان ولايت کې د طالبانو يو مسؤل نيولی دی.دغه کس د ځانمرګي بريد او د سړک پر غاړه د بم اېښودلو نيت درلود.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای