د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د اپرېل په ۷مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا د الاسکا ايالت په انکورزج کې د دې ايالت له والي بيل والکر سره وکتل.
رئيس شي وويل چې هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه په فلوريډا ايالت کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې اترې وکړې او موخه يې په نوي موده کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لوری وټاکل شي او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ واقعي همکاري پياوړي شي.
بيل والکر د رئيس شي تود هرکلی وکړ.هغه وويل چې چين د الاسکا ايالت مهم سوداګريز همکار دی.هغه غواړي د کرهنې،کب نيولو،د نفتو او طبيعي ګازو،کانونو او د سيلانۍ په برخو کې له چين سره همکاري او له چينايانو سره تګ راتګ نور هم پياوړی کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |