د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د ماليې وزير ستيون منوچين د اپرېل په ۷مه نېټه په فلوريډا ايالت کې وويل چې امريکا به په راتلونکو څو ورځو کې د سوريې پر حاکم رژيم لازيات بنديزونه ولګوي تر څو په سوريه کې د کيمياوي وسلو کارونې ته ځواب ورکړي شي.هغه د بنديزونو مشخص محتويات نه دي خپاره کړي،خو د منوچين په قول بنديزونه ډېره مهمه وسله ده.
د امريکا د دفاع وزارت د روانې مياشتې د ۶مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې پر ځايي وخت د ۶مې نېټې تر غرمې وروسته په ۸ بجو ۴۰ دقيقو د مديتراني سمندر په ختيځ کې د امريکايي پوځ دوو بيړيو د سوريې په حمص ولايت کې د شايرات پر پوځي هوايي ډګر ٥٩ کروز توغندي توغولي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |