د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ډونالډ ټرمپ په بلنه رئيس شي جين پينګ د اپرېل له ۶مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې په امريکا کې له ټرمپ سره خبرې اترې وکړې.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي تر خبرو اترو وروسته خبري رسنيو ته په دې اړه وويل چې دا د امريکا د نوي حکومت له لوړې وروسته د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ لومړی ملاقات دی.دواړو مشرانو په ۷ ساعتونو کې د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او څو موافقې ته رسېدلې دي.دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه بحث وکړ او د لوړپوړی د تګ راتګ پلان يې جوړ کړی.دواړه خواوې غواړي خپلمنځي پوځي تګ راتګ پياوړی کړي.
وانګ يي وويل چې دواړو خواوو موافقه کړې ده چې ګډې همکاريزې ساحې به پراخې کړي او د متقابل مراعات پر بنسټ توپيرونه به کنټرول کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |