CRI Online

شي جين پينګ او لي که چيانګ په جلا جلا توګه د قصدي خونړي د بريد له امله د سويډن مشرانو ته د خواخوږۍ پيغامونه وليږل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-08 19:58:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ د اپرېل په ۸مه نېټه په استکهلم کې د مرګ ژوبلې پېښې له امله د سويډن پاچا او لومړي وزير ته د خواخوږۍ پيغامونه وليږل.رئيس شي او صدراعظم لي په پيغامونو کې د دې پېښې سخته غندنه کړې او د وژل شويو کسانو په مناسبت يې خپل ژور تعزيت او ټپيانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.رئيس شي په خپل پيغام کې ويلي چې چين غواړي له سويډن او نړيوالې ټولنې سره همکاري پياوړې کړي او د چين او سويډن او د نړيوال امنيت او ثبات لپاره فعال رول ولوبوي.

د خبر له مخې،د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د سويډن په استکهلم کې د مرګ ژوبلې پېښه رامنځته شوې چې له امله يې مرګژوبله واوښته.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای