CRI Online

په سوريه کې د ائتلافي ځواک د هوايي بريد له امله ۱۵تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-09 15:51:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې خبري رسنيو د اپرېل په ۸مه نېټه وويل چې په همدې ورځ د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف د سوريې د الراقه ولايت پر يو کلي هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۱۵ عام وګړي وژل شوي دي.

د خبر له مخې،په وژل شويو کسانو کې ۳ ماشومان شامل دي.د بريد له امله څو تنه نور سخت ټپيان شوي او د خلکو کورونه هم ډېر ويجاړ شوي دي .ښايي د وژل شويو شمېر نورهم لوړ شي.

د بل خبر له مخې،نړيوال ايتلاف په تېره مياشت د الراقه ولايت پر يو ښوونځي او د حلب پر يو مسجد هوايي بريدونه کړي چې له امله يې په جلا جلا توګه ۳۳ او ۴۴ تنه وژل شوي وو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای