د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل له ۶مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې اترې وکړې چې د دواړو هېوادونو د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو مسئلو په اړه يې د نظريو تبادله وکړه او څو موافقو ته رسېدلي دي.
د څو هېوادونو د کارپوهانو په اند د دې کتنې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی شوی چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو د پرمختګ لپاره يې لوری ښودلی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير ربرټ هورمتس وويل چې دواړو مشرانو په مستقيمه توګه د دوه اړخيزو اړيکو او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه بحث کړی چې په نوې موده کې د امريکا او چين ترمنځ اړيکو د پرمختګ لپاره لوری وټاکه او په عين وخت کې ښې شخصي اړيکې هم ټينګې شوې دي.
بر سېره پر دې،د روسيې،فرانسې،تايلنډ،مکسيکو،پاکستان او کينيا کارپوهانو د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د کتنې ډېره ستاينه وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |