د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اپرېل له ۴مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ فنلنډ او امريکا ته سفرونه کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل چې اوس نړۍ له سترو بدلونونو سره مخامخ ده.د امريکا د نوي حکومت کورنۍ او بهرنۍ تګلارې د نړيوالې د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي.د رئيس شي سفرونه ستر برياليتوبونه او زياتې نتيجې تر لاسه کړي چې د نړيوالو حالاتو د پرمختګ لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی.لومړی،د چين او فنلنډ ترمنځ لرغونې او دوستانه اړيکې به لاټينګې شي.دوهم،د چين او امريکا ترمنځ لوړپوړی تګ راتګ به پياوړی شي.درېيم،د چين د پرمختګ مفکره بيان شوې ده.
وزير وانګ يي وويل چې دا د روان کال تر دوو لويو غونډو وروسته د رئيس شي لومړی سفر دی او د چين د کمونېست ګوند له ۱۹مې عمومي غونډې مخکې يو لوی ډيپلوماتيک عمل دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |