د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د سين هوا اژانس د اپرېل په ۸مه نېټه يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی له نوي پيل څخه به د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته لا ستر پرمختګونه ورکړل شي.
په ياده مقاله کې ويل شوي چې د روانې مياشتې له ۶مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امريکا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه چې متقابل باور پياوړی شوی او زياتو موافقو ته هم رسېدلي.دا نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري،بلکې د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره د چين او امريکا کوښښ ښودل شوی دی.د چين او امريکا ترمنځ ښې اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ګټورې دي،بلکې د ټولې نړۍ لپاره هم ګټه لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |