د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د برازيل ولسمشر ميچيل تمير په خپلو خبرو کې تائيد کړی چې دواړه خواوې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
تيمير وويل چې خوشحاله دی چې دی به د بريکس هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او له چين څخه به رسمي ليدنه وکړي. هغه هيله لري چې د دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره له چين سره ګډې هڅې وکړي.
رئيس شي جين پينګ له چين څخه د ولسمشر تمير د ليدنې هر کلی کوي او هيله لري چې د چين او برازيل ترمنځ اقتصادی همکاري په سالمه توګه روانه وي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |