CRI Online

د مصر په دوو کليساوو کې د بمي بريدونو له امله اووه څلوېښت تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-10 09:13:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې پر ځايي وخت د اپريل په نهمه نېټه د مصرد تانتار او اليکسندر ښارونو په دوو کليساوو کې د بمي بريدونو له امله اووه څلوېښت تنه وژل شوي دي.د دې هېواد ولسمشر عبدالفتح السيسي د دری مياشتني بېړني حالت د پيل اعلان وکړ.

د همدې ورځې په سهار د مصر په منځ د تانتا ښار په کليسا کې د بمي بريد له امله ٢٩ تنه وژل شوي او يو اويا تنه نور ټپيان شوي دي.د همدې ورځې په غرمه د دې هېواد د اليکسندر ښار په سنټ مارک کليسا کې بيا بمی بريد وشو چې له امله يې اتلس تنه وژل شوي دي.د داعش ډلې د دغو دوو پېښو پړه پر غاړه اخيستې ده. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای