د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په نهمه نېټه د چين د ټرانسپورټ وزارت د يان تای ښار اړوندې څانګې په برياليتوب سره تر دريو زرو مترو اوبو لاندې د روباټ ازموينه تر سره کړه. معنی يې دا ده چې چين تر دريو زرو مترو اوبو لاندې د ژغورنې توان تر لاسه کړی دی.
د يادې څانګې د معلوماتو له مخې له دې مخکې د چين ترانسپورټي سيستم په دې برخه کې هېڅ تجربه نه درلوده او د سترو ننګونو پر وړاندې يادې څانګې څو څو ځله د يوې عملي لايحې د جوړولو لپاره تخنيکران او کارپوهان ځای پر ځای کړي او د روان کال د مارچ په پيل کې د دې ازموينې د چمتوالي کارونه په رسمي توګه پيل شول.
د اړوندو تخنيکرانو د معلوماتو له مخې تر اوبو لاندې د روبوټ تجهيزات به ژر په رسمي توګه وکارول شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |