د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د صنايعو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت مرستيال ليو لي هوا د روانې مياشتې په نهمه نېټه وويل چې اوس چين د مصنوعي دماغي څېړنې په برخه کې د لومړيو مقامونو په ليست کې ځای نيولی دی او په راتلونکې کې به په دې برخه کې له ډېرو قيمتي فرصتونو سره مخامخ شي.
نوموړي دغه څرګندونې په همدې ورځ د چين د شن جن د سي ای تي ايي د ٢٠١٧ کال لپاره د مصنوعي دماغي چارو د پرمختګ په فورم کې وکړې.
هغه زياته کړه چې اوس په دې برخه کې د چين پوهان او صنعتګر د نورو هېوادونو په پرتله مخکې دي او ځينو چيني تصديو لاسته راوړنې هم تر لاسه کړي دي . غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |