د سينهوا اژانس د خبر له مخې الجزايري چارواکو د روانې مياشتې په نهمه نېټه اعلان وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره به له اروپايي ټولنې سره د مشورو ميکانيزم جوړ کړي.
د الجزاير ماګريب،د افريقايي ټولنې او د عرب ليګ د چارو وزير عبدلقدير مساهيل په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازې قريديکا مريني سره تر خبرو اترو وروسته وويل چې دواړه خواوې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره د امنيتي مشورو د ميکانيزم جوړولو په هکله ګډو نظريو ته رسيدلي دي.
مساهيل وويل چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه د الجزاير او اروپايي ټولنې ترمنځ د يو لړ همکاريو مهم محتويات دی. دواړه خواوی به د دې ميکانيزم په کارولو سره د ترهګرۍ ضد برخه کې همکاري پياوړی کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |