CRI Online

روان کال د چين او قزاقستان ترمنځ د هورګوس د نړيوال سرحدي مرکز د جوړونې له پنځمې کاليزې سره برابر دی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-10 11:06:10


د اپريل په نهمه نېټه د هورګوس سرحدي پوستې کارکوونکی د سيلانيانو لپاره د تشريفاتو په حال کې


د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ٢٠١٢ کال د اپريل په ١٨مه نېټه د چين او قزاقستان ترمنځ د هورګوس نړيوال سرحدی مرکز چې پراخوالی يې پنځه اعشاريه ٢٨ مربع کيلو متره دی،په رسمي توګه په کار لويدلی دی چې د سوداګريزو خبرو اترو، د توليداتو د ښودلو او پلورنې ،د مالونو د ليږدونې او پولي چارو په شمول خدمتونه يې کړی او کوي يي.په دې مرکز کې ډېر ګمرکي امتيازونه هم پلی کيږي.د سينجيانګ د هورګوس د سرحدي پوستۍ د معلوماتو له مخې په ٢٠١٦ کال کې د دې مرکز په وسيله د تګ راتګ شمېر پنځه مليونه څلور لکه او دېرش زره تنو ته رسيدلی او د ٢٠١٧ کال په لومړۍ ربع کې دغه شمېر شاوخوا يو مليون تنه و. غاټول


د اپريل په اتمه نېټه قزاقستانی تاجران په مرکز کې سوداګريز توليدات واخيستل او قزاقستان ته د ستنېدو موټر ته د انتظار په حال کې


د اپريل په نهمه نېټه قزاقستانی تاجر په مرکز کې د توليداتواخیستلو په ترڅ کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای