د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په نهمه نېټه په سوريه کې د روسيې او ايران د ائتلافي قوماندانۍ مرکز په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د سوريې د ملګرو په توګه به دوی پر سوريې تېری کوونکو عملونو ته قوی ځوابونه ور کړي.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د سوريې په مقابل کې د امريکا پوځی عمليات له سرې کرښې څخه وتلي دي چې دا د سوريې پر حاکميت تېری دی او خطرناکه کړنه هم ده. په راتلونکې کې به موږ پر سوريې هر ډول تېری کوونکو عملونو ته قوی ځوابونه ور کړو.په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د امريکا پوځی عمليات د م م له خوا له اجازې پرته تر سره شوي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |