CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د ديارلسو ژبو قاموسونه خپاره شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-10 14:57:03

د ازادۍ ورځپاڼې د خبر له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د ديارلسو ژبو قاموسونه خپاره شوي دي چې پکې عربي، پولنډي، الماني، روسي، فرانسوي، هولانډي، روماني،چاپاني، ترکي، هسپانوي، يوناني، ايتاليايي او انګليسي ژبې شاملې دي.

د پلان سره سم، د يادو مسلسلو قاموسونو د ژبو ډولونه به له شپېتو څخه هم واوړي او په درېيو پړاوونو کې به خپرې شي. د مغولستان، تايلنډ، ميانمر، هند، پاکستان، نېپال، هنګري، قزاقستان، اوکراين او بلاروس په ګډون د يو شمېر هېوادونو ژبې پکې شاملې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای