CRI Online

د پاکستان د حبيب بانک چارواکي : د ورېښمو لارې آبادي د چيني او بهرنيو شرکتونو د پرمختګ لپاره ښه فرصت برابروي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-10 16:19:09

 د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د حبيب بانک د نړيوال بانک ادارې د اسيايي او افريقايي سيمې چارواکي عابد ستار په اروموچي کې وويل : د چين شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند مرکزي سيمه ده او د اسيا او د ارام بحر سيمې اقتصادي کړۍ او اسيا ـ اروپا اقتصادي کړۍ سره نښلوي. د دې سيمې د پرمختګ آينده ډېره روښانه ده. حبيب بانک لږ څه مخکې د شينجيانګ په اروموچي کې لومړۍ څانګه خلاصه کړه او په راتلونکې کې به د چين او پاکستان له مهمو شرکتونو سره نژدې او دايمي همکارۍ وساتي، څو چې د دواړو خواوو تر منځ د پانګې اچونې چارو د اسانه کېدو لپاره خپل خدمتونه برابر کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای