CRI Online

د مصر په دوو کليساوو کې د بمي بريدونو له امله ٤٧ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-10 16:31:47

پر ځايي وخت د اپريل په نهمه نېټه د مصر په منځ کې د مصرد تانتا او اليکسندريا ښارونو په دوو کليساوو کې په وار سره بمي بريدونه شوي چې له امله يې لږ تر لږه ٤٧ تنه وژل شوي دي. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په ټول هېواد کې د دريو مياشتو لپاره د بيړنيو حالاتو د پيل اعلان وکړ.

د نهمې نېټې سهار په تانتا ښار کې د مار ګيرګيس په کليسا کې لومړې چاودنه وشوه.د چاودنې په وخت کې د کليسا مذهبي کارکوونکو او پيروانو په کليسا کې د پالم سوندی مذهبي عبارت تر سره کاوه. (اواز) د مصر رسمي ټلويزيون د امنيتي څانګې د خبر په قول ويلی چې په کليسا کې تر څوکۍ لاندې د بم له امله چاودنه وشوه چې له امله يې ٢٩ تنه وژل شوي او ٧١ تنه نور ټپيان شوي دي. د کوپتيک مسيحی پيروې ناګات اساد د چاودنې ټول بهير کتلی او ويې ويل (اواز)

د چاودنې په وخت کې ځوانان او ماشومان ټول په وينو کې لت پت او په کليسا کې د انسانانو بدنونه ټوټه ټوټه پراته و او ډبرې هم هر ځای ته الوتلې وې. تاسو هيڅ تصوير نشئ کولی چې دغه حالت دومره حيران تيا وړ و.

د همدې ورځې په غرمه په اليکسندريا ښار کې د ساينت مارک په کليسا کې يوه بله چاودنه وشوه چې د پوليسو په شمول ١٨ تنه پکې وژل شوي دي. د ويډيو له مخې د کليسا په دروازه کې پوليسو کليسا ته د يو سړي د ننوتلو مخه ونيوه او ورپسي په دروازه کې چاودنه وشوه. داعش د دغو دوو پيښو پړه منلې ده.

په تانتا کې هغه خلک چې خپل خپلوان يې په چاودنه کې مړ شوي، خفه دي او د تراژيدۍ د رامنځته کېدو له امله ډېر غوسه دی. واحبي لامي وويل (اواز)

د تندلارو عمل به زموږ د ټولنې يووالي ته زيانونه رسوي، خو زموږ په وړاندی په ريښتيا چې سخت ظلم دی. زموږ احساسات له کنټرول نه وتلی دی او دغه پيښې ډېر غيرې عادلانه دي.

له چاودنو وروسته د مصر ولسمشر السيسي په بيړنۍ توګه د ملي دفاع کميټې غونډه راوبلله او له وسله والو پوځونو څخه يې غوښتنه کړې چې د مهمو څانګو د امنيت ساتلو لپاره له پوليسو سره مرسته وکړي. په همدې ورځ السيسي په ټول هېواد کې د دريو مياشتو لپاره د بيړنيو حالاتو د پيل اعلان وکړ. (اواز)

له اوسنيو حالاتو سره په مقابله کې به موږ يو لړ تدبيرونه ونيسو. لومړی بايد د اساسي قانون او قانوني غوښتنو له مخې په ټول هېواد کې د دريو مياشتو لپاره بيړني حالات پيل شي چې زموږ د هېواد د ساتلو په موخه دی.

د م م امنيت شورا د بريدونو غندنه وکړه او ويې ويل چې دغه عملونه د نيوکې وړ او نامردانه کارونه دي. د م م سرمنشي ګوتريس د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغو دوو چاودنو غندنه کړې او غوښتنه يې کړې چې بريدګر ونيسي او سزا ورکړي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دغو پيښو سخته غندنه کړې. د روم پونتيفيکس فرانسيس د بريدونو غندنه کړې او د مصر د کوپتيک مسيحی د روحاني کاتوليکي کشيشانو مشر تاوادروس دويم او پيروانو ته يې خواخوږۍ څرګنده کړې. د پلان له مخې هغه به د اپريل په پای کې له مصر څخه لېدنه وکړي.

د کوپتيک مسيحي مذهب پيروان په مصر کې د ٩٢ مليونو په عمومي نفوس کې يو پر لسمه برخه نيسي. په وروستيو کې کوپتيک پيروان څو څو ځله د اسلامي تندلارو لخوا پرې بريدونه شوي. د ٢٠١٦ کال په دسمبر مياشت کې د مصر په قاهره کې پر يو کليسا بريد وشو چې له امله يې ٢٥تنه وژل شوي او ٤٩ تنه نور ټپيان شوي دي چې داعس هم د دغې چاودنې پړه پر غاړه اخيستې وه.

خبريال په مصر کې د چين له سفارت څخه مالومات تر لاسه کړي چې سفارت چيني مسافرينو ته اخطار ورکړی چې ځايي مذهبي ځايونو، د زياتو کسانو راغونډېدو ځايونو او حساسو سيمو ته د تللو ډډه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای