CRI Online

سیاسي لاره د سوريې بحران د حل لپاره یوازنی لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2017-04-10 19:14:08

د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ د اپریل په ۱۰مه نېټه په بېجینګ کې وویل، سیاسی لاره د سوريې بحران د حل لپاره یوازينۍ لاره ده. چین د م م له اړوند ارګان څخه ملاټر کوي چې د کیمیاوی وسلو د کارولو او یا د کارولو د شکمنو عملونو په اړه هراړخیزه پلټنه ترسره کړي، اړونده نتیجه باید کافی او ريښتیني شواهد ولري.

تر دې وروسته چې امريکا د سوريې پر رژیم هوایی برید کړی، په م م کې د امریکا دایمی استازې نیکي هیلي د اپریل په ۹مه نېټه وویل، د داعش ځپل، په سوریه کې د ایران اغېزه لرې کول او د بشارالاسد رژیم ړنګول د امریکا غوره ټاکنې دي. د څېړونکو په اند، دغه څرګندونه د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ریکس تیلیرسون له هغې نظریې څخه سرغړونه ده چې وایي، د بشار مقام او برخلیک باید د سوریانو لخوا وټاکل شي. میرمن هوا په دې اړه وویل، نړیواله ټولنه باید د خپل هېواد د پرمختګ لارې د غوره کولو لپاره د سوریانو د انتخاب درناوی وکړي. (هیله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای