د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپرېل په ۱۰مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين په مصر کې د ۲ ترهګريزو پېښو سخته غندنه کوي.
د روانې مياشتې په ۹مه نېټه د مصر په طانطا او سکندريا ښارونو کې د ځانمرګو بريدونو له امله څه د پاسه ۴۰ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.داعش د دغو ۲ پېښو پړه پر غاړه اخيستې ده.
وياندې هوا په ۱۰مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين د يادو ۲ ترهګريزو پېښو سخته غندنه کوي.د دغو پېښو په اړه د چين مشر د مصر مشر ته د خواخوږۍ پيغام ليږلی دی.چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او د هېواد د ثبات د ساتلو لپاره د مصر د کوښښ ملاتړ کوي او غواړي له نړيوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پر ضد همکاري پياوړې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |