د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د اپريل په لسمه نېټه وويل چې د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو لوي درستيز قمر جاويد باجوه په همدې ورځ د پوځي محکمې پريکړه تصويب کړه چې له مخې يې يو هندي جاسوس ته د مرګ سزا اورولې ده. خو هند د پاکستان دغه پريکړه له وړاندې نه طرحه شوې وژنه وبلله.
د پاکستان د درېو ځواکونو مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه هندي جاسوس کلوبشن سدحر جدهف نوميږي او د هندي سمندري پوځ پخوانی افسر و. نوموړی د تېر کال په مارچ کې د پاکستان په جنوبي بلوچستان کې د جاسوسۍ په تور نيول شوی و.
د هند ډيپلوماتيک سکرتر په همدې ورځ په هند کې د پاکستان لوړپوړی کميشنر راوباله او څرګنده يې کړه چې که د هندي تبعه پر وړاندې د پاکستان حکم له قوانينو او عادلانه اصولو سره سمون ونه لري،نو د هند حکومت او خلک به دا له وړاندې نه طرحه شوې وژنه وبولي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |