CRI Online

جامس ماټيس : د سوري پوځ پر يو هوايي ډګر بريد کې ۲۰٪ سوري الوتکې ويجاړې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-11 10:27:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزير جامس ماټيس د اپريل په لسمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل چې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د سوريې په منځنۍ برخه کې پر شيرات پوځي هوايي ډګر د امريکا په بريد کې۲۰٪ سوري الوتکې ويجاړې شوې دي. دغه راز په دغه هوايي ډګر کې د سوند موادو او مهماتو ګدام ويجاړ شوی او دفاعي توان يې کمزوری شوی او د سوريې حکومت نه شي کولی چې د دغه هوايي ډګر په کارولو سره الوتکو ته د سوند مواد ورکړي او يا پوځي تسليحات بيا جوړ او ترميم کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای