CRI Online

جوزجان ولايت کې امنيتي ځواکونو ۱۳ جنګيالي وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-11 10:27:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د شمالي جوزجان ولايت پوليسو د اپريل په لسمه نېټه وويل ، چې د نهمې نېټې په شپه د داعش او طالبانو جنګيالو د دغه ولايت د درزاب سيمې پر دوو کليو بريد وکړ او ورپسې يې له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه چې په پايله کې ۱۳ وسله وال وژل شوي، ۱۰ نور ټپيان شوي او څو موټرونه او موټر سيکلونه يې ويجاړ شوي دي. تراوسه پورې عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

پوليسو د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای