د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسين روحاني د اپريل په لسمه نېټه پر سوريې د امريکا توغنديز بريد وغانده او دغه بريد يې په سوريه کې د ترهګرو په وړاندې د امريکا اغماض وباله.
نوموړي په همدې ورځ په تهران کې يوه خبري ناسته کې وويل، پر سوريې د امريکا بريد له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده. يوازې په سياسي لارو د سوريې بحران حليدای شي، د سوريې برخليک دې سوريايان وټاکي او نور هېوادونه دې پکې لاسوهنه ونه کړي. نوموړي پوښتنه وکړه چې که په اخر کې تائيد شي چې په سوريه کې کيمياوي وسلې ترهګرو کارولې دي، نو امريکا به نړيوالې ټولنې ته څه ځواب ورکړي؟(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |