CRI Online

په چين کې د ښځو او ماشومانو د خيرښيګڼې چارو چټک پرمختګ موندلی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-11 15:59:54

په دې وروستيو ورځو کې خبريال په چين کې د ښځو او ماشومانو د خيرښيګڼې جايزې د ور کولو له غونډې څخه خبر اخيستی چې په دې وروستيو دوو کلونو کې د چين د ماشومانو او ښځو صندوقونو دوه مليارډ دوه سوه مليونه يوانه راغونډ کړي چې څه باندې ٢٧ مليونه ښځې او ماشومانو ترې ګټې اخيستې دي.

په چين کې د لومړی رسمي صندوق په توګه د چين د ماشومانو صندوق تل بې وزلو ماشومانو ته پاملرنه کړې ده. په همدې ورځ په دې غونډه کې د چين د ماشومانو صندوق سرمنشي جو شي شنګ وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د ماشومانو صندوق له بېلا بېلو همکارانو سره همکاري کړې او د ماشومانو چارو د هر اړخيز پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يې هڅه کړې ده.هغه وويل (اواز...........)په وروستيو دوو کلونو کې د خيرښيګڼې پروژو په برکته اووه مليونه پنځه لکه ماشومانو سره مرسته کړې ده چې دغه رقم د بې وزلو ماشومانو د عمومي شمېر په سلو کې اتلس اعشاريه پنځه اويا برخه ده.د بېلګي په توګه ښوونيزې چارې ښې شوې دي.د چون لی په نوم د پلان د غوره کولو له امله دوه مليونه اويا زره ښځينه ماشومانو مساوی ښوونيز فرصتونه تر لاسه کړي دي.د دې ترڅنګ د کتابونو د لوستلو پروژې دوه مليونو کورنيو ته ګټې رسولي دي. دوهم د ماشومانو روغتيا ښه شوې ده.د ان کانګ په نوم د پلان د پلي کولو په برکته اووه لکه او اته پنځوس زره هغه ماشومان چې د ليد او اورېدو توان يې کمزوری دی، مرستې تر لاسه کړې دي.درېيم ، ماشومانو د ډاډمنتيا ساتلو په هکله لازياتې پوهې تر لاسه کړې دي. څلورم ،اړوندو څانګو هغو ماشومانو ته پاملرنه کړې چې پلار او مور يې د مزدورۍ لپاره ښارونو ته تللی و.

په چين کې نفوس يو مليارډ درې سوه څلور اويا مليونه دی او د ښځو شمېر شپږ سوه اويا مليونه تنو ته رسيدلی چې دغه رقم د عمومی نفوس په سلو کې اته څلوېښت اعشاريه اته برخه نيولې ده.د چين د ښځو پرمختايي صندوق تل د ښځو د حقه حقونو د ساتلو او د ښځو چارو د پرمختګ لپاره هڅه کوي. په دې وروستيو کلونو کې دغه صندوق بېلا بېل ځواکونه راغونډ کړي او د چين په شمال لويديځ هغو سيمو کې يې چې پکې اوبه لږې دي، د اوبو څاه په نوم د خيرښيګڼۍ پلان پلی کړی تر څو ځايي کورنيو ته يې د باران د اوبو زيرمه کولو ډنډونه او يا د اوبو برابرولو سيستم جوړ کړی او ګڼ شمېر کورنيو ترې ګټې اخيستې دي.د دې صندوق د سرمنشي مرستيالې جانګ جيان مين وويل (اواز.............)د ښځو پرمختيايي صندوق د ښځو او کورنيو لپاره ډېر خدمتونه تر سره کړي او د خيرښيګڼې له همکارانو سره يو ځای يې ډېرې پروژې جوړې کړې چې له بې وزلۍ،استخدام، روغتيايي مرستو، د چاپيريال ساتنې او کورنۍ ښوونې سره تړاو لري او د چين په يو دېرش ولايتونو او سيمو کې پلی کيږي.له ٢٠١٥ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې د ښځو پرمختيايي صندوق د چين په لويديځ زرو ولسواليو او سيمو کې د خيرښيګڼې پروژو د پلي کولو لپاره يو مليارډ او پنځه اتيا مليونه يوانه لګولي دي چې ترې څه باندې څوارلس مليونه تنو ګټې تر لاسه کړي دي.

د يوې شمېرنې له مخې په دې وروستيو دوو کلونو کې د چين د ماشومانو او ښځو صندوقونو له خوا راغونډې شوې پيسې او د مالونو ارزښت له دوه مليارډ او دوه سوه مليونه يوانو څخه اوښتی چې له امله يې څه باندې ٢٧ مليونه ښځې او ماشومان ور څخه برخمن شوي.د چين د ښځو ټولنې رئيسې شن يويو په ياده غونډه کې وويل (اواز............) د ښځو او ماشومانو د خيرښيګڼې چارو ښه پرمختګ موندلی دی.له اوږدې مودې راهيسې د ماشومانو صندوق او د ښځو پرمختيايي صندوق د ښځو او ماشومانو له اړتياوو سره سم په تېره بيا د ښځو او ماشومانو د ستونزو د ليری کولو لپاره بېلا بېل ځواکونه راغونډ او منسجم کړي او ګڼ شمېر د خيرښيګڼې فعاليتونه يې هم تر سره کړي دي چې ښې پايلې يې لرلې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای