CRI Online

د شينجيانګ هوايي ډګرونو ګروپ د سږکال په لومړۍ ربعه کې ۶۶۹۰۰۰۰ مسافرين ليږدولي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-11 14:43:40

د شينجيانګ اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، خبريال د شينجيانګ هوايي ډګرونو له ګروپ څخه معلومات ترلاسه کړي چې د سږکال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې د شينجيانګ هوايي ډګرونو ګروپ د الوتکو په وسيله ۶۶۹۰۰۰۰ مسافرين او ۳۷۰۰۰ ټنه مالونه ليږدول شوي او د۶۷۰۰۰ الوتکو پروازونه ترسره شوي دي چې درېواړه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۷٪، ۱.۷٪ او ۶.۰٪ زياتې شوې دي.

دغه راز تر تېر مارچ پورې ۳۵ هوايي شرکتونو د شينجيانګ په هوايي ډګرونو کې نوبتي پروازونه افتتاح کړي او له دغو هوايي شرکتونو څخه ۱۲ شرکتونه د شينجيانګ په چوکاټ کې د الوتنې کرښې اداره کوي. تراوسه په ګرد شينجيانګ کې ۲۳۸ الوتنې کرښې پيل شوې او په دې جمله کې ۱۹۷ کورنۍ او ۴۱ بهرنۍ الوتنې کرښې دي. او د ۲۱ هېوادونو ۳۳ ښارونو او ۶۸ کورنيو ښارونو د اروموچي نړيوال هوايي ډګر ترمنځ پروازونه لري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای