د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال پولي صندوق د اپرېل په لسمه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره وويل، په تيرو شلو کلونو کې، په عمده اقتصادي ټولنو کې د کارګرو عايدات په څرګند ډول کم شوي، تخنيکي پرمختګ د دې حالت مهم لامل دی.
دغه صندوق وويل، که د کارګرو عايداتو د زياتوالي سرعت د توليدي سرعت په پرتله ورو دی، د کارګرو عايدات به کم شي. پانګې اچوونکي د توليدي سرعت د لوړتيا په بهير کې لا زياتې پيسې تر لاسه کړي. له دې امله چې زياتره پانګې اچوونکي شتمن خلک دي، ښايي د انساني عايداتو د نابرابرۍ حالت لا سخت شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |