د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپرېل په لسمه نېټه، د امريکا د کالفورنيا ايالت په ختيځ د سان برناردينو پر ښوونځي د ډزو بريد وشو چې له دې امله لږ تر لږه درې تنه ووژل شول.
د سان برنادرينو ښار د پوليسو بيورو مشر جادرو بورګوان وويل، دا يوه قصدي قتل دی. يو سړی ټولګي ته ننووت او پر يوې ښځينه زده کوونکې يې ډزې وکړې او له دې وروسته يې ځان وواژه. په وژل شويو کې يو اته کلن زده کوونکی شامل و خو ښايي هغه د بريدګر ټاکلي موخه نه وه. ځکه هغه د دې ښوونکې تر څنګ ولاړ او پر ښوونکې د ډزو له امله هغه هم ووژل شو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |