CRI Online

لين جنګ يه عه د هانکانګ پنځمه رئيسه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-11 15:51:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اپريل په ۱۱ مه نېټه په بېجينګ کې له لين جنګ يه عه سره وکتل او د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې د پنځم رئيس په توګه د لين جنګ يه عه د ټاکنې په اړه د دولتي شورا ۶۷۸م حکم يې صادر کړ.

لي که چيانګ لين جنګ يه عه ته مبارکي وويله او له هغې نه يې هيله وښوده چې د هانکانګ د حکومت او بېلابېلو ټولنو په مشرۍ په ښه توګه د " يو دولت او دوو ميکانيزمونو " پاليسي او اساسي قانون پلي کړي، په جدي توګه دې د هانکانګ وده پلان کړي او د هانکانګ د سيالۍ توان دې لوړ کړي. دغه راز د هانکانګيانو د ژوند د ښه والي په موخه دې هڅه وکړي، د نړيوال اقتصادي او پولي ودې ته دې زياته توجه ورکړي او د هانکانګ د ودې لپاره دې ثابت چاپيريال جوړ کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای