CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-11 15:52:27
افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په جولای کې د نړۍ د کرکټ د کور میلمه وي

ټاکل شوې د افغاستان د کرکټ ملي لوبډله د روان زیږدیز کال د جولای په یولسمه د انګلستان په لارډز لوبغالي کې چې د نړۍ د کرکټ د کور په نوم یادیږي، د برینډن مک کالم په لوبډلمشرۍ د نړۍ له غوره یولس کسیزې لوبډلې سره یوه پنځوس اوریز لوبه ترسره کړي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ دغه سیالي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل او د MCC د مشرتابه ترمنځ د هوکړې په پایله کې تنظیم شوه.

مشعل په دې اړه د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې ته وویل چې، "موږ د کرکټ د پرمختګ لپاره هراړخیز پلانونه طرحه کړي. کرکټ به په افغانستان کې یوه روښانه راتلونکې ولري او موږ به په دغه برخه کې د ډیرو پرمختګونو شاهدان واوسو.

نوموړي د نړۍ د کرکټ د یولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه د هېواد د کرکټ په تاریخ کې د پرمختګ یو نوی فصل ګڼي.

ای پي اېل: راشد خان د ګوجرات لاينز درې لوبغاړي وسوځول

د هند کرېکټ پرېمیرلیګ یا ای پی اېل سیالیو کې د حيدراباد سن رايزرز لوبډلې ګوجرات لاينز ته په نهو وېکټو ماته ورکړه.

لوبه کې ګوجرات لاينز لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

د ګوجرات لاينز لپاره ډوين سمېت ۳۷، برېنډون مکولم ۳۱ او ډېنش کارتېک ۳۰ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي راشد خان په دغه لوبه کې د ګوجرات لاينز لوبډلې درې لوبغاړې وسوځول او په څلورو اوروونو کې يې مقابلې لوبډلې ته يوزاې ۱۹ منډې ورکړې.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په تېره لوبه کې دوه لوبغاړي سوځولي وو.

محمد نبي په دويمه لوبه کې هم نه و.

د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لپاره ډېوېډ وارنر تر ټولو ښه وځلېد او په ۴۵ توپونو يې د څلورو شپږيزو او شپږو څلوريزو پر مټ ۷۶ منډې جوړې کړې.

د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالۍ ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې، چې اوس په نړۍ کې له ډېرو مهمو سیالیو یوه بلل کېږي. د هند غوره ليګ تېره سيالي حیدراباد سنرايزرز ګټلې وه.

پاکستان په دویمه یو ورځنۍ کریکټ لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د ویسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې په ګیانا کې دویمه یو ورځنۍ لوبه د ۷۴ منډو په توپیر په پاکستانۍ لوبډلې وبایلله.

د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ور کړه.

د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۸۲ منډو هدف ور کړ.

د پاکستان لپاره بابر اعظم ښه توپوهنه وکړه چې په ۱۳۲ توپونو یې د ۷ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۱۲۵ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې ونه شو کولای یاد هدف پوره کړي. ټوله لوبډله یې د ۲۰۸ منډو په جوړولو ۴۴.۵ اور کې وسوځېده.

ویسټ انډیز او پاکستان کریکټ لوبډلو تر منځ د درېیو یو ورځنیو لوبو له ډلې لومړنۍ هغه یې په څلورو ویکټو ویسټ انډیز ګټلې ده.

د یو ورځنیو لوبو په روان سیریز کې دواړه لوبډلې مساوي دي او هره لوبډله د درېیمې لوبې د ګټلو کوښښ کوي.

د ۲۰۱۹ کال د کریکټ په نړیوال جام کې د نیغ په نېغه ګډون لپاره دواړو لوبډلو ته بری تر لاسه کول ډېر اړین دي.

د کریکټ د نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې، د کریکټ نړیواله اتله لوبډله ویسټ انډیز دمګړۍ په نړیوال درجه بندۍ کې نهم او پاکستان اتم ځای لري.

ویسټ انډیز لوبډلې ته له پاکستانۍ هغې د مخکې کېدو لپاره پکار ده راتلونکې لوبې وګټي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای