د امريکا د فدرالي زېرمې کميټې رئيس جانټ ايلن د اپريل په لسمه نېټه وويل، چې د امريکا فدرالي زېرمې کمېټه به د فدرالي صندوق کچه لوړه کړي او د پيسو تګلاره به لابېطرفه کړي.
نوموړي په همدې ورځ په مچيګان پوهنتون کې د يو فعاليت په ترڅ کې وويل، اوسمهال د امريکا اقتصادي وده ښه ده او بېکاري انډول ۴.۵٪ ته راټيټ شوی دی او د انفلاسيون کچه هم د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې موخې يعنې ۲٪ ته نږدې شوې ده. که اقتصادي وده کې ښه والی دوام ولري، نود امريکا فدرالي زېرمې کميټه به په پرله پسې توګه د سود کچه لوړه کړي.
په تېر مارچ کې د امريکا فدرالي زېرمې کميټې د سود په کچه کې ۲۵٪ زياتوالی اعلان کړ او دا د دغې کمېټې درېيم ځل و چې د پولي بحران راهيسې د سود کچه لوړوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |