CRI Online

د امريکا سپينه ماڼۍ: د سوريې مسئلې په برخه کې پر داعش بريد او هم سياسي قدرت ته پاملرنه کوو

cri     (GMT+08:00) 2017-04-11 16:53:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينۍ ماڼۍ د اپريل په لسمه نېټه وويل، چې امريکا د سوريې مسئلې په برخه کې پر داعش بريد او هم سياسي قدرت ته پاملرنه کوو.

د سپينۍ ماڼۍ وياند سين سپيسر په همدې ورځ يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د سوريې مسئلې په برخه کې د امريکا د پام وړ يو ټکی پر داعش بريد دی او بل د ضروري سياسي چاپيريال جوړول دي ترڅو په سوريه کې نوی مشر وټاکل شي.د داعش د قوت په کمزوريدو او د سوريې شخړې په ارامېدو سره به هغه سياسي فضا چې د بشار الاسد ګوښه کېدل غواړي،ګام پر ګام پياوړې شي. د نوموړي په اند، کيدای شي چې د بشار الاسد د قدرت په حال کې داعش ته ماتې ورکړل شي او نوموړي په سوريه کې داعش د امريکا لومړی ګواښ وباله.

همدارنګه نوموړي زياته کړه که سوريه کې بيا د کيمياوي وسلو بريد او يا د تېلو بيلر بمي چاودنه وشي، نو امريکا به دې ته ځواب ورکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای