CRI Online

شي جين پينګ له کاري لام چنګ يويت نګور سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-11 18:47:26

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې له پنځمې مشرې کاري لام چنګ يويت نګور سره وکتل.

رئيس شي له دې امله کاري لام چنګ يويت نګور ته مبارکي وويله چې د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې د پنځمې مشرې په توګه ټاکل شوې.هغه وويل چې مېرمن لام په تېرو ۳۶ کلونو کې د حکومت لپاره ښه کارونه تر سره کړي چې د ادارې په برخه کې سترې تجربې لري او نوموړې په هانګ کانګ کې ډېرو ته د منلو وړ ده.نو د دې ټاکنه د چين د مرکزي حکومت له دايمي معيار سره سمون خوري.روان کال هانکانګ بيرته چين ته د ستنېدو له ۲۰مې کاليزې سره برابر دی.له ۲۰ کلونو راهيسې د " يو دولت او دوو ميکانيزمونو " تګلارې په هانګ کانګ کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او د هانګ کانګ سمسورتيا او ثبات په ښه توګه ساتل شوی دی.

له نوموړې سره په دې کتنه کې جانګ ده جيانګ،لي يوان چاو،لي جان شو او يانګ جي چه هم ګډون کړی و.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای