د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پيسو نړيوال صندوق مشرې کريستين لاګريډ د اپريل په يوولسمه نېټه په برلين کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل،چې د ډي جيټل انقلاب په پرمختګ سره بېلابېل صنعتي هېوادونه دې د علمي تخنيکونو نوښت پياړوی کړي ترڅو اقتصادي وده تامين شي.
نوموړي په همدې ورځ د اروپا د ادارې او تخنيک په پوهنتون کې د يو خلاص درس په ترڅ کې وويل،که ټول صنعتي هېوادونه د علمي تخنيکونو د نوښت په پانګه کې ۴۰٪ زياتوالی راولي ، نو اقتصادي عمومي ارزښت يعنې جي ډي پي به په نږدې راتلونکي کې ۵٪ زيات شي.
نوموړي له بېلابېلو هېوادونو څخه وغوښتل چې پر وخت دې د تخنيکونو پر بدلونونو برابر شي او د تخنيکي نوښت له لارې دې اقتصادي وده پياوړې کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |