د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر ملي تلويزيون د اپريل په يوولسمه نېټه خبر ورکړ چې د مصر پارلمان په همدې ورځ په هېواد کې د دريو مياشتو د بېړني حالت پريکړه تصويب کړه.
د مصر صدراعظم شريف اسمعيل په همدې ورځ په پارلمان کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل ، اوسمهال مصر کې د ترهګرۍ ضد مبارزه ډېره سخته ده، د بېړني حالت پلی کېدل به د حکومت لخوا د ملي امنيت او ثبات د تامين لپاره ګټور وي.
د روانې مياشتې په نهمه نېټه د مصر په شمالي طنطا او الکسندريه ښارونو کې پر دوو کليساوو بريدونه وشول چې له امله يې ۴۴ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ زيات نور ټپيان شول. داعش د دغو دوو بريدونو پړه منلې ده.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |