CRI Online

د روسيې د دفاع وزارت د دې خبر پخلی وکړ چې دوه روسي سرتيري په سوريه کې وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-12 10:40:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د دفاع وزارت د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې دوه روسي سرتيري په بريد کې وژل شوي او يو تن سخت ټپی شوی دی.

د روسيې د دفاع وزارت مطبوعاتي ادارې ويلي چې دغو سرتيرو او يو بل روسي افسر سوري پوځ ته د ډزو لارښوونې دنده پر غاړه اخيستې د وسله والو له خوا تر بريد لاندې راغلل او سرتيري ووژل شول او يو تن سخت ټپي شو، خو د روسيې دفاع وزارت د دې بريد د پېښېدو مشخص وخت او ځای نه دی ښودلی  .

د ٢٠١٥ کال په سپتمبر مياشت کې روسيې د سوريې حکومت له غوښتنې سره سم په دې هېواد کې د تندلارو ډلو پرضد مبارزه پيل کړه. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای