CRI Online

د اوو هېوادونو د ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د منځني ختيځ د پنځو هېوادونو له استازو سره د سوريې مسئلې د حل وفصل په هکله سلا مشوره وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-12 10:55:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اوو هېوادونو د ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د اپريل په يوولسمه نېټه د ترکيې،متحده عربي اماراتو ،سعودي عربستان، اردن او قطر په شمول د منځني ختيځ د پنځو هېوادونو له استازو سره د ايتاليې په لوکا کې د تړلو دروازو تر شا غونډه تر سره کړه او په ګډه سره يې په سوله ييزه توګه د سوريې مسئلې پر حل وفصل بحث کړی.

تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې د ايتاليې د بهرنيو چارو وزير انګيلينو الفانو وويل چې په دې غونډه کې ښې پايلې تر لاسه شوي دي ، او پر دې يې ټينګار وکړ چې په سياسي لارو چارو د دې مسئلې حل وفصل لايحه به د سوريې بحران د حل يوازنۍ لار وي.

نوموړي زياته کړه چې روسيه بايد د سوريې په سياسي انتقالي بهير کې ګډون وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای