CRI Online

د عراق پوځ :په دې هېواد کې داعش ډلې خپل حضور له لاسه ور کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-12 10:56:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق پوځ د اپريل په يوولسمه نېټه وويل چې تر دوو کلنو پوځي عملياتو وروسته پوځ زياتره هغه سيمه بيا نيولې چې پخوا يې د داعش ډلې تر کنترول لاندې وې چې له امله يې دغې ډلې په دې هېواد کې حضور له لاسه ور کړی دی.

د عراق د ائتلافي عملياتو د قوماندانۍ وياند يحيا رسول په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د ٢٠١٧ کال د مارچ تر يو دېرشمې نيټې پورې هغه سيمه چې د داعش ډلې تر کنترول لاندې وې، په ٢٠١٤ کال کې يې په دغو سيمو څلوېښت سلنه واکمني وه چې اوس شپږ اعشاريه اته سلنې ته راټيټه شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای