د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سپينې ماڼۍ وياند سن سپيسر د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د اپريل په نهمه نېټه د امريکا د يونايټېډ هوايي شرکت له خوا په زور سره له الوتکې څخه د يوه مسافر پر ايستلو خپه شوی يم.
د ياد شرکت وياند په همدې ورځ دا منلی چې د دې الوتنې ټکيټونه له حده زيات نه دي پلورل شوي او له يادې الوتکې څخه په زور د هغه مسافر د ايستلو موخه يوازې د خپل شرکت د کارکوونکو ځای پر ځای کول دي.
نوموړي وويل چې زما په اند هر کس چې د دې پېښې په اړه ويډيو کتلی وي، پر دې پېښې خپه کيږي .
د امريکا د تراسپورټ وزارت د روانې مياشتې په لسمه نېټه د دې پېښې د پلټنې اعلان وکړ. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |